حیدرآباد نن د راشدخان جادوګرۍ ته اړتیا لري، ترڅو چینای راوګرځوي

فضل الله فضلي

نن د هند په کرکیټ غوره لیګ کي د سنرایزرز حیدرآباد او چینای سوپرکینګز د لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه ترسره کیږي.

چینای لوبډلي د افسانوي لوبغاړي ډهوني په لوبډلمشرۍ د تېر فصل په څېر په بریاوو کي ده او تر دامهاله یې په ۸ لوبو کي ۷ لوبې ګټلي او د جدول په سر کي ځای لري، خو حیدرآباد چي دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي پکښې لوبیږي، په ۷ لوبو کي درې ګټلي لري او په جدول کي ۶مه لوبډله ده.

ننۍ لوبه د حیدرآباد لپاره یو مهمترینه لوبه ځکه ده، چي په بریا سره غوره څلورو لوبډلو ته نږدې سي.
راشدخان په څلورو لوبو کي د چینای لوبډلي ۳ ویکیټې ترلاسه کړي، خو د منډو ورکولو اوسط یې ۶.۲۵ دی.

په تېر ۲۰۱۸ کال کي حیدرآباد او چینای لوبډلې څلور ځلې سره مخ سوې، چي د پای لوبي سره حیدرآباد ټولې چنای لوبډلي ته وبایللې.

دا مهال په روان لیګ کي تر ټولو مخکښه توپ اچوونکي د دواړو لوبډلو څخه دی، چي له جملې څخه یې راشدخان، عمران طاهر او هربایجان سینګ یادونه کولای سو.

د هند په دې غوره لیګ کې هره لوبډله دوه ځلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي، چې ننۍ
لوبه د حیدرآباد په کوربتوب نن ماښام ۷ بجې پیلیږي.