ډهلي لوبډلې خپل یورځنی مقام له لاسه ورکړ

راپور: عبدالولي عمري

د هند غوره لیګ په ۴۱ تمه لوبه کي سنرایزرز حیدراباد د چینای په کور کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې پر وړاندې ماته وخوړله، چې په دې سره چینای لوبډلې بېرته خپل لمړی مقام ترلاسه کړ، له دې وړاندې د څه مودې لپاره د لیګ په ۴۰ تمه لوبه کي ډهلي لوبډلې راجستان ته په ماته ورکولو سره لمړی مقام تر لاسه کړی و، خو چینای لوبډلې بیا د سنرایزرز حیدراباد ته په ماتې ورکولو سره بېرته د جدول لمړي سر ته ځان پور ته کړ.

په دې لوبه کي سنرایزرز حیدراباد لوبډلې د توپوهني پیل وکړ، دې لوبډلې خپل ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو د چینای پر وړاندې یې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.

د سنرایزرز لپاره په توپوهنه کي منیش پانډې ۸۳ ناسوځیدلې منډې او وارنر بیا ۵۷ منډې وکړې. د چینای لپاره بیا هربجن سینګ د ۳۹ منډو په ورکولو دوې ویکټې ترلاسه کړې.

په دوهم وار توپوهنه کې چینای لوبډله د خپل کور د تماشچیانو په تشویق میدان ته د لوبې د ګټلو په تکل کښته سوه، دې سره چینای لوبډله وتوانېده چې ټاکلی هدف مات او لوبه د سنرایزرز څخه خپله کړي، چینای تر هدف پوره کولو ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو هدف ته یې په اسانۍ ځان ورساوه.

د چینای لپاره شین واټسن ۹۶ منډې وکړې ، واټسن د سلیزې د ارمان سره له میدانه ووت، د واټسن ویکټه کمار ترلاسه کړه، د سنرایزرز په ګټه بیا راشد خان ۴۴ منډې په ۴ اورونو کې ورکړې؛ خو یوه ویکټ یې د سُریش راینا ترلاسه کړه.

د همدې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ شین واټسن ته ورکول سوه، واټس د ۶ شپږیزو او ۹ څلوریزو پر مټ په ۵۳ توپونو ۹۶ منډې وکړې، په دې سره واټسن په شل اوریزو لوبو کي خپل ۸۰۰۰ منډې هم بشپړې کړې.

د یادونې ده چي د هند په غوره لیګ ( IPL ) کې تر ټولو مخکښه لوبډله چینای سوپر کینګز ده، چي د ۱۶ نمرو په درلودلو سره لمړی مقام لري، چینای ۱۱ لوبې کړي چي ۸ یې ګټلي، خو ۳ یې بیا بایللي دي.