ډهلي لوبډله تر دې دمه په ای پي ایل لیګ کې لومړی مقام لري

خان وزیر عابد

د هند غوره لیګ یا د ( ای پي ایل) سیالۍ چې د مارچ پر ( ۲۴) مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوي، تر دې دمه یې ټولې (۴۰ ) سیالۍ ترسره شوي دي چې په دې ستر لیګ کې تر اوسه پورې هرې لوبډلې تر لسو یا ( ۱۱) پورې سیالۍ ترسره کړي دي.

۱-د نمرو په جدول کې تر دې دمه لومړی مقام د د ډهلي کپیټلس لوبډلې خپل کړی دی. ډهلي په یوولسو سیالیو کې اووه ګټلي، څلور یې بایللې او ۱۴ نمري په جدول کې لري.

۲-په دوهم ځای کې بیا چینای سوپر کېنګز لوبډله ځای لري. دې لوبډلې په ۱۰ سیالیو کې درې بایللي او اووه یې ګټلي، دمګړۍ ۱۴ نمرې په جدول کې له ځان سره لري.

۳-په دریم ځای کې بیا ممبي اینډینز لوبډله ځای لري، دې لوبډلې په لس سیالیو کې څلور بایللي او شپږ یې ګټلي، چې د نمرو په جدول کې ۱۲ نمرې له ځان سره لري.

۴-څلورمه مخکښه لوبډله بیا سنرایزرز حیدراباد ده، دې لوبډلې هم په ۱۰ سیالیو کې پنځه بایللې او پنځه یې ګټلي او په جدول کې ۱۰ نمرې ترلاسه کړي دي.

۵-په پنځم مقام کې بیا کینګز الیون پنجاب لوبډله شتون لري، دې لوبډلې په ۱۰ سیالیو کې پنځه ګټلي او پنځه یې بایللي دي چې د نمرو يه جدول کې ۱۰ نمري لري.

۶-په شږم مقام کې بیا کلکلته نایټرایډرز لوبډله قرار لري، دې لوبډلې په ۱۰ سیالیو کې څلور ګټلي او شپږ یې بایللي دي، چې د نمرو په جدول کې ۸ نمرې لري.

۷-په اووم ځای کې بیا راجستان رایلز لوبډله قرار لري، دې لوبډلې یوازې درې سیالۍ ګټلي او اووه یې بایللي دي چې د نمرو په جدول کې ۶ نمري لرې.

۸-دغه راز په وروستي اتم مقام کې بیا رویالز چېلېنجرز بېنګلور لوبډله قرار لري، دې لوبډلې هم ۱۰ سیالۍ ترسره کړي، درې یې ګټلی او اووه یې بایللې دي او په جدول کې
۶ نمرې لري.