ریشب پنټ چټکه توپوهنه وکړه؛ ځکه خو یې ریحاني سلیزه په اوبو لاهو کړه

خان وزیر عابد

د هند غوره لیګ یا د ( ای پي ایل ) سیالیو په دوام په څلوېښتمه لوبه کې ډهلي کپيټلس لوبډلې راجستان رایلز ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه .

په دغې سیالۍ کې پچه ډهلي کپیټلس ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. راجستان رایلز په ټاکلو شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره راجستان ته د (۱۹۲) منډو هدف وټاکه.

د راجستان رایلز لوبډلې لپاره په توپوهنه کې اجینکا ریحاني سلیزه ووهله، نوموړي نن په (۶۳) توپونو( ۱۰۰) چټکې منډې جوړې کړې؛ دغه راز لوبډلمشر سټیو سمېټ هم نیمه سلیزه ووهله، نوموړي (۵۰) منډې جوړې کړې.

د ډهلي لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې رباډا یواځینی لوبغاړی و چې دوه مخکښ توپ وهونکي يې وسوځول، دغه راز اکشر پټېل، مورېس او اشانت شرما بیا یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

ډهلي کپيټلس لوبډلې د ( ۱۹۲) منډو هدف په ځواب کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلم اور کې د څلور لوبغاړو يه سوځېدو سره( ۱۹۳) منډې جوړې کړي او سیالي یې وګټله.

د ډهلي لوبډلې لپاره په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې منډې هندي ځوان لوبغاړي ریشب پنت ترسره کړې، نوموړي په (۳۶) توپونو باندې چټکې ( ۷۸) منډې وکړې، دغه راز شېکر داون بیا ( ۵۴) منډې ترسره کړې او سیالي یې وګټله.

د راجستان رایلز لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې ککراني یو لوبغاړی، دغه راز پراګ هم یو او ګوپال بیا دوه مخکښ لوبغاړي له مخې پورته کړل؛ خو سیالي یې بایلوده.

د لوبې غوره لوبغاړی ریشب پنټ ونومول شو، نوموړي نن چټکه نیمه سلیزه ووهله.

نن د اپرېل پر (۲۳) مه نېټه به د هند غوره لیګ سیالیو په دوام یوه سیالي د سنرایزرز حیدر اباد او چینای سوپر ګېنګز تر منځ ماښام اووه بجې ترسره شي.