افغانان په لومړي ځل د کرکټ بورډ له غواروي کمېټې خوښ دي

لیکنه: عمران نایاب

افغان غوراوي کمیټې د نړېوال جام لپاره د افغان لوبډلې نوملړ د ګلبدین ناېب تر لوبډلمشرۍ لاندې اعلان کړ. دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د نړۍ پیاوړو لوبډلو له افغان لوبډلې څو ورځې دمخه خپلې لوبډلې د یاد جام سیالېو ته اعلان کړې وې.

دا نوملړ د د ډېرو افغانانو د خوښۍ او ښه ملاټړ له ځان لرلی او په ټولنیزو رسنیو د ډېرو خلکو د نېکو نظرونو سره مخ شوی هم دی.

ځینې مینوال لا هم دا نوملړ بشپړ نه بولي او د ډېرو غوښتنه د دوهم وېکټ ساتونکي اخیستل دي.

وروسته له هغه چې افغان کرکټ بورډ اصغر افغان د کرکټ له درې فارمټونو د لوبډلمشرۍ څخه لېرې کړ، په لومړېو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې په کرکټ بورډ کې دننه د کرکټ لوبغاړو تر مېنځ بېلابېل اختلافات دي او اصغر افغان د یادې پرېکړې سره مخالفت هم څرګند کړی و، خو دا مسله اوس حل شوې ده او ښاغلي افغان خپله لوبډلمشري ګلبدین نائب ته وسپارله.