امو لوبډلې بوست لوبډله په ستر توپير ماته کړه

امو زون د غوره توپ اچوونې او توپوهنې پر مټ بوست زون ته په يوه پاڼۍ او ۲۷ منډو ماتې ورکړه. د یادې لوبډلې زوهیب، ۹ ويکټې ترلاسه کړې او حیات الله بیا ۹۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنيو سياليو په لړ کې ۱۱مه لوبه د بوست او امو زونونو ترمنځ د اپريل په ۲۲مه نېټه، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پيل شوه. د لوبې پچه امو وګټله او بوست ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بوست زون په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۲ منډې وکړې چې ناصر جمال پکې ۵۳ منډې جوړې کړې. د امو له خوا بيا زوهیب ۳، عبدالله مزاري، جاوېد احمدي او ميرویس اشرف هره یوه، ۲- ۲ لوبغاړي وسوځول.

امو زون په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ښه توپوهنه ترسره کړه او د حیات الله ۹۴ ناسوځېدلو، عبدالمالک ۶۲ او زاهد زاخېل ۵۵ منډو پر مټ يې؛ ۳۳۴ منډې وکړې چې له بوست څخه يې ۱۹۲ منډې زياتې کړې.

د بوست له خوا بيا کریم صادق ښه توپ اچوونه وکړه او د امو زون ۶ لوبغاړي يې وسوځول.

په خپله دویمه پاڼۍ کې، بوست زون د قدرت الله ۶۷ او نصیب الله شېردل ۴۰ منډو په مټ ۱۶۵ منډې وکړې؛ خو د امو زون د لومړۍ پاڼۍ منډې يې هم پوره نه کړې. امو زون بیا په يوه پاڼۍ او ۲۷ منډو بوست زون ته ماتې ورکړه.

د امو زون له خوا زوهیب ښه توپ اچوونه ترسره کړه او د بوست زون ۶ لوبغاړي يې وسوځول، چې نوموړي په یاده لوبه کې په دواړو پاڼيو کې ۹ ويکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د کابل په ايوبي لوبغالي کې د مس عینک زون او بند امیر زون او همدا راز په کونړ کې د سپين غر زون او کابل لوبې نن ورځ د باران له امله ترسره نه شوې.