په نړیوال جام کې په کومو توپ وهونکو حساب وکړو؟

عمران نایاب
حضرت الله ، په لومړي ځل د انګلستان په پېچونو لوبېږي که څه هم تخنیکي لوبغاړی ندی خو بیا امکان لري چې د نړۍ ستر توپ اچونکي د خپل برید لاندې راولي.

•  رحمت شاه ، د افغانستان په سطحه بهترین توپ وهونکی دی او د انګلستان په پېچونو د ښې کارکردګۍ تمه ترې لرو.

• حشمت الله ، هیله لرو دا ځل لږ برید کوونکی بېټ وکړي او د نورو لوبغاړو پرمټ د تېر په څېر لوبډله له فشارونو وباسي.

• محمد شهزاد ، د حضرت په څېر بېټنګ کوي (تخنیکي لوبغاړی نه دی) خو ډېره او کافي تجربه لري او بله ځانګرتیا یې داده چې له تیزو توپ اچوونکو نه ډارېږي.

• محمد نبي ، د انګلستان تېر لیګ کې ښه وځلېد د ښه بېټنګ تمه ترې لرو.
افغان لوبډله اوس له پخوا ډېره پیاوړې ده او د کرکټ پوهانو په آند د تېر په پرتله به سږ کال افغان لوبډله په نړیوال جام کې په ډېر لوړ مرام ولوبیږي.