د اسټرالیا ټام موډي آی سي سي ته د سوپر اوور لپاره قواعد وړاندې کول

ولید خپلواک

 د استراليا کرکټ پخوانی لوبغاړی (ټام موډي) وایي په وروستیو وختونو کې سوپر اور ډېر لیدل کیږي.  باید د کرکټ نړیواله شورا دغه قانون بدل کړي. هغه زیاتوي کومه لوبډله چې ګټونکي وي، یو ناڅاپه په وروستېو توپونو خبره بدله شي  او ګټونکي لوبډله بیا په سوپر اور کې د ګټې چانس له لاسه ورکوي. هغه د نیوزیلنډ او هندوستان وروستیو دوه شل اوریزه لوبو ته اشاره وکړه چې په دواړو سیالیو کې نیوزیلنډ لوبډله ګټونکي وه خو خبره په وروستیو دوه بالونو خرابه شوه او نیوزلنډ کرکټ ملي لوبډلې په دواړو سوپر اورونو کې ماتې ومنله.

 موډې زیاتوې چې یوه لوبډله پوره هڅه کوي چې په سیالۍ کې بریا ترلاسه کړي چې کله ګټې ته نږدې شي، نو سیالۍ په حیرانونکي شکل سره مساوي شي چې دا د یوې لوبډلې لپاره ښه زیری نه لري. هغه د کرکټ د نړیوالي شورا څخه غوښتې چې باید په سوپر اور کې بدلون رامنځ ته کړي او دا قانون بدل کړي. ټام د سوپر اوور لپاره قواعد او اصول داسې وضع کړي:

 اول: دواړه لوبډلې باید بیا ټاس وولي بیا دي د توپ اچونې او توپ وهنې پریکړه وشي.

 دوهم: دوه بالران باید سوپر اور ترسره کړي، چې درې بالونه یې یو توپ اچونکی او درې بالونه یې بل توپ اچونکی باید وکړي.

 تر اوسه نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې د خپل کرکټ په تاریخ کې ۷ ځله سوپر اور ترسره کړی او یو ځل پکې بریالۍ شوې ده. دغه راز نیوزیلنډ د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام یوه زړه بدوونکې پېښه هم په سوپر اور کې له ځانه سره لري.

 آی سي سي یا د کرکټ نړیوالي شورا لا تراوسه پر دغه اړونده موضوع خپل نظر نه دی څرګند کړی.