د عمان پیاوړی کرکټر د کرکټ له ۷ کلن بندېز سره مخ شو

اکبرعلي سمون
تازه د عمان کریکټ لوبډلې لوبغاړی یوسف عبدالرحیم البلوشي د اووه کالونو لپاره د کریکټ هر ډول لوبو څخه بند کړی شو.
په نوموړي تور پورې شوی چې د ۲۰۲۰ شل اوریز نړیوال ته د لارموندنې په لوبو کې یې مېچ فکسېنګ کړی او دا تورونه نوموړي تائید کړي هم دي.
نوموړي د کریکټ فساد ضد بیلابېل کوډونه تر پښو لاندې کړي;چې د نورو پلټنو وروسته یې ممکن سزا نوره هم زیاته شي.
په لوبه کې درغلي کول په بیلابېلو بڼو او وختونو کې رامنځته کیږي چې د کریکټ نړیوالې شورا له اړخه یې ترسره کوونکي له سختو سزاګانو سر مخ کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان کریکټ لوبډلې چټک توپوهونکی عمراکمل هم د نامعلومې مودې لپاره په کریکټ کې د سرغړونو او درغلیو په تور له بند سر مخ کړل شو.