د هند پیاوړی کرکټر سنیل د ام ایس ډهوني راتګ ته اندېښمن دی

ولید (خپلواک)

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی او د نړیوال جام ګټونکی لوبډلمشر، کيپل دیو، وایي د میهندرسینګ راتګ ملي لوبډلې ته ډېره ګرانه ده.

 هغه لوبغاړی چې ۷ میاشتې یې د نړیوال کرکټ څخه لرې پاتې شي، نو بیرته یې راتګ لوبډلې ته غیرې ناممکن دی، میهندرسینګ ډهوني د هندوستان کرکټ لپاره ډېرې کار نامې کړې او د هغه کرکټ هیرول د هندوستانې مینوالو لپاره اسان نه دي.

 ډهونې د هندوستان لپاره درې ځله د آی سي سي ټرافي، د شل اوریزه نړیوال جام، او دپنځوس اوریزه نړیوال جام تر څنګ چمپینز ټرافي هم ګټلي.

 نوموړی وروسته له هغه د هندوستان کرکټ بورډ له پام څخه وغورځېد، کله چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې د نیوزیلنډ خلاف یو بیکاره اننګز ترسره کړ. د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي، رویشستري،هم ویلي و چې نوموړي ته به د آی پي ایل سیالیو وروسته د هغې لوبې ته په کتو پام ور واړوې.د هندوستان بل تجربه لرونکي لوبغاړي، سنیل، هم ډهوني د بېرته راتګ په اړه ډېره اندیښنه ښودلې ده. هغه وایي په هندوستان کې فیټنیس ډېر مهم شی دی او لوبغاړی د فیټنیس له امله له لوبډلې لرې کیدلی او داخیلدلی شي.