د بنګله دېش کرکټرانو ته د مالي مرستې قرارداد ورکول کېږي

د بنګله دېش کرکټ بورډ ویلي، چې دوی به هغو لوبغاړو ته قرارداد ورکړي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ سره قرارداد نه لري او یواځې په سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ مشر نظم الحسن ویلي، چې دوی به هغو لوبغاړو ته مالي قرارداد ورکړي، چې د بنګله دېش لوبډلې سره نه دي لوبېدلي، بلکې یواځې د بنګله دېش په سوداګریز لیګ کې لوبېدلي دي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ ویلي، دا اقدام یې وروسته له هغې وکړ، چې د کرکټ لوبډلې ۲۷ لوبغاړو د کرونا ویروس پرضد مبارزې لپاره ۳۰ لکه بنګله دېشۍ روپۍ مرسته وکړه.

څو ورځې وړاندې د بنګله دېش ۲۷ کرکټ لوبغاړو وویل چې دوی ۳۰ لکه بنګله دېشۍ روپۍ هغو کسانو ته ورکوي، چې د کرونا په ویروس اخته دي.

بنګله دېش کرکټ بورډ په خبره دوی به هغو لوبغاړو ته مالي قرارداد ورکړي، چې د بنګله دېش د کورنیو سیالیو دویم پړاو کې یې لوبې د کرونا ویروس له امله د مارچ په ۱۹ مه نېټه لغوه شوې.