روبېن اوتاپا او یوسف پټان د کرکټ بورډ مالي قرارداد نه لري

د هندوستان کرکټ لوبډلې پخواني کیڼ لاسي توپ وهونکي د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې څخه غوښتنه کړې، چې هغو لوبغاړو ته په بهرنیو لیګونو کې د لوبېدو اجازه ورکړي، چې له کرکټ بورډ سره اوسمهال رسمي قرارداد نه لري.

د هندوستان د کرکټ لوبډلې پخواني کیڼ لاسي هیټر توپ وهونکي سورېش رېنا له یوسف پټان سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې د هندوستان کرکټ بورډ باید هغو لوبغاړو ته په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو حق او اجازه ورکړي، چې د هندوستانۍ لوبډلې قرارداد نه لري.

سورېش رېنا اوسمهال د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په قرارداد کې نه دی شامل.

له ده سره په خوا کې روبېن اوتاپا او یوسف پټان هم د کرکټ بورډ مالي قرارداد نه لري او معاشونه پرې بند دي.

دا چې کرکټ د ورزش ترڅنګ سوداګري او د پېسو ګټلو وسیله هم ده؛ نو لوبغاړي هڅې کوي، چې د خپل ژوند تېرولو لپاره د لوبې په بدل کې تنخوا او یا هم په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو پېسې واخلي.

اوس سورېش رېنا ویلي چې کرکټ بورډ باید دغو لوبغاړو د هندوستان له سوداګریزو لوبو وراخوا په نورو لیګونو کې هم اجازه ورکړي.

د هندوستان کرکټ بورډ د اصولو له مخې د هندوستان رسمي کرکټ لوبغاړي نه شي کولای چې بهرنیو سوداګریزو کرکټ لیګونو ولوبېږي.

تېر کال یوراج سېنګ هغه هندی کرکټ لوبغاړی و، چې د کرکټ بورډ په اجازه د کاناډا په ګلوبل سوداګریز کرکټ لیګ کې لوبېدلی و.