پاکستان کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته د پرمختګ فرصت برابر کړ

ولید خپلواک

د پاکستان کرکټ بورډ تازه په یوه پرېکړه کې خپلو هغو لوبغاړو ته په نورو سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازه ورکړې، چې یواځې یې د پاکستان کرکټ بورډ قرارداد درلود او د کال په اوږدو کې به ټول وخت د پاکستان لپاره لوبېدل.

یاد کرکټ بورډ په یوه پرېکړه کې ویلي، چې د دوی هغه ۱۹ لوبغاړي، چې فول ټایم د ملي لوبډلې غړي دي، له دې وروسته کولای شي، د پاکستان سوپر لیګ سربېره د کال په اوږدو کې نورو لیګونو کې هم ولوبېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ زیاتوي، د دوې لوبغاړي له دې وروسته کولای شي، چې د کال په اوږدوکې مختلفو سوداګریزو کرکټ لیګونو کې برخه واخلي او د لوبو تر نیمایي یا پای پورې لوبې ترسره کړي.
مخکې د پاکستانۍ لوبډلې هغو لوبغاړو د بشپړ وخت لپاره په نورو لیګونو کې د لوبېدو حق نه درلود، چې د پاکستان کرکټ بورډ سره یې د یوې مشخصې لوبډلې په چتر کې لوبې ترسره کولې.
دې لوبو کې د افغانستان او هندوستان د سوداګریزو لیګونو یادونه نه ده شوې؛ خو د هندوستان، پاکستان او افغانستان سیاسي اړیکو، څه ناڅه کرکټ هم اغېزمن کړی او د سوداګریزو لیګونو پرمهال لوبغاړي لوبېدلو ته نه پرېږدي.