عثمان خواجه: کله چې را سره کرکټ بورډ نوی قرارداد ونکړ، حیران یې کړم

ولید ( خپلواک)

 د استرالیا کرکټ بورډ د ۳۵ لوبغاړو سره نوې کنټرکټ (قرارداد) وکړ چې عثمان خواجه پکې د پامه غورځیدلی و اوس په یوه تازه مرکه کې عثمان ویلي: (( زه ډېر حیران شوم کله چې کرکټ بورډ د ۳۵ نارینه اوښځينه لوبغاړو سره قرارداد وکړ او زما نوم پکې نه و، ما همیشه د استرالیا کرکټ هیواد لپاره هڅه کړې، زه نه پوهیږم چې ولي له ماسره کنټرک ونشو خو اوس شوی کار دیؤ زمونږ بورډ لا له وړاندې د مالي زیان سره مخ دی.))

خواجه زیاتوي: (( زه اوس ډېر نا امیده شوی یم خو بیا هم دا زما لپاره یو ښه خبر نه و، زه هميشه د استرالیا په لوبډله کې په شپږ ټاپ لوبغاړو کې راځم، اما بیا هم استرالیا کرکټ بورډ له پامه وغورځولم)).

 د استرالیا کرکټ بورډ اجرایوي مشر کیوین رابرټس ویلي و چې دوی د کرونا ویروس له امله ۴۰ میلیونه ډالرو زیان سره مخ دي او له لوبغاړو به معاشونه هم کم کړي. یاد کرکټ بورډ زیاته کړې وه دهغو لوبغاړو سره یې قرارداد نوی کړ، چې تر نورو لوبغاړو په کرکټ کې ډېر ځلېدلي و.

هېره دې نه وي چې عثمان خواجه په اصل کې پاکستانی دی او د استرالیا کرکټ په ملي لوبډله کې په ټیسټ او پنځوس اوریزه لوبه کې ډېر لیدل کیږي.