د انګلنډ مخکښ ال رونډر له آی سي سي څخه د کال غوره جایزه ترلاسه کړه

ولید خپلواک

 بین سټوکس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو مهم الراونډر دی چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې یې خپله لوبډله د بریا لور ته یوړه.

 هغه د انګلستان لپاره د کرکټ په نړۍ څو ځله د هیرو نوم هم ګټلی او تر ډېره یې انګلستانۍ لوبډله په درې واړه فارمټونو کې لوبوي.

 بین سټوکس د آی سي سي ایوارډ وېشلو مراسمو کې د کال د غوره کرکټر (ګیرفیلډ سوبرز) جایزه وګټله .

 په ۲۰۱۹ م کال کې هندوستاني کيپتان (ویراټ کوهلې) په نړیوال جام کې ډېر ښه او ارام ولوبېد نو پر همدې اساس نوموړي ته د کرکټ د ښې روحیه جایزه ورکول شوه.

 په نورو جایزو کې غوره لوبڅار هم شامل و چې دغه جایزه یې( ریچارډ الینګورټ) ته ورکول شوه او په ټیټه درجه هیوادونو کې  بیا د سکاټلنډ هیواد څخه (کیل کويټزر) د جایزو حقدرا ونومول شو.