ممکن د هند ۲ پخواني لوبغاړي د سي ای سي غړي وټاکل شي

 ولید خپلواک

د هندوستان کرکټ بورډ او بي سي سي آی منلې ده چې د هندوستان دوه پخواني لوبغاړي (ګوتم ګمبیر) او (مدن لال) د دی پر اساس د دي کمیټې غړي ټاکل کيږي چې دوی ته یې په پخوانې کرکټ کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دی.

 د هندوستان د نړیوال جام ګټونکي لوبغاړي به د ۲۰۲۰ م کال څخه ورسته د څلور کلونو لپاره دوی ټاکي. د سي ای سي کميټې لپاره د درېیم غړي احتمال هم شته چې هغه به د هندوستان پخوانی لوبغاړی (سلیکشان نایک) وي.

 کيپل ډيو د سي ای سي پخوانی مشر و، هغه په خپله دوره کې (روی شاستري) د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي لپاره وټاکه.

 مدن لالا وویل: ((زه لا ډاډه نه یم زه د (بي سي سي آی) پرېکړې ته انتظار وباسم، زه به ډېر خوښ شم چې د (سي ای سي) سره په کمېټه کې کار وکړم.

 ګوتم ګمبير د دی لپاره انتخاب شوی چې هغه په ۲۰۰۷ م کال کې د هندوستان لپاره په شل اوریزه نړیوال جام کې ډېر ښه ولوبېد.