ممکن دا ډېر جالب خبر وي؛ د هند یو پخواني کرکټر ګاونډي ځورولی، اوس محکمې ګرم بللی

ولید خپلواک

 دهندوستان پخوانی لوبغاړی (پروین کومار) چې د هندوستان د ملي لوبډلې لپاره ډیر کله غوره او ښه تمام شوی، له یوې ناخبره قضیه سره لاس او ګریوان دی.

 پرنوموړي تور دی چې د خپل نیږدي ګاونډي (ډیپک شرما) چې ویل کيږي د تلویزون کارمند دی، پر ده او د ده د زوی پر وهلو مجرم بلل شوی، دغه خبر پر هندۍ ورځپاڼو او رسنیو کې د پرون رهیسي ښکته پورته کيږي.

 یوې هندۍ ورځپاڼې لیکلي، ( شرما) او د ده زوی پر لاره د بس انتطار کولو چې پر همدې وخت د (کومار) موټر راغې او ټول سړک یې بند کړ او له دی ورسته بیا شخړه رامنځ ته شوه چې ویل کیږي (پروین) پردغه کس لاس پورته کړ،  خو پروین کومار پرخپل ټیوټر داسی لیکل کړي و:

 ((ما لا تر اوسه مېږی هم نه دی ازار کړی، نو پر چا لاس پورته کول خو ډیره لرې خبره ده، سمیه ایز پولیس وایي لا تر اوسه یې ددې اړونده دوسیې په اړه شواهد نه دي ترلاسه کړي.))

 پروین کومار د هند په اترا سیمه کې په ۱۹۸۶ کال کې د اکټوبر په دوهمه نیټه زیږدلی دی، ۳۳ کاله او ۷۶ ورځې عمر لري.  د هندوستان لپاره په شپږ ټیسټ ۶۸ یو ورځینېو په لس شل اوریزو لوبو کې په رسمي ډول لوبیدلی دی،

 لومړنۍ ټیسټ لوبه یې په ۲۰۱۱ م کال کې د ویسټ انډیز خلاف ترسره کړه.

نوموړي د خپل کرکټ په تاریخ کې لومړۍ پنځوس اوریزه سیالي د هندوستان په جیپور ښار کې د پاکستان پروړاندې نندارې ته وړاندې کړه.

دغه راز نوموړي خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د اسټراليا خلاف په ۲۰۰۸ م کال کې د فبرورۍ په لومړۍ نیټه د اسټراليا په میلبورین کې ترسره کړه.