د شفیق الله غفاري ۶ ویکټو ښکار وکړ او افغان لوبډله یې بریالۍ کړه

د افغانستان او جنوبي تر ۱۹ کلونو کم عمر کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړ کې افغانستان نن جمعه خپلې سیاله لوبډله ماته کړه.

د لوبې پېل جنوبي افریقا وکړ؛ دې لوبډلې لومړۍ توپوهنه غوره کړه او د سیالۍ په دېرشم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې. جنوبي افریقا په خپله توپوهنه کې افغانستان ته ایله د ۱۳۰ منډو هدف په واک کې ورکړ.

د هدف د ترلاسه کولو په موخه افغان لوبډله په ۲۵م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. افغان لوبډلې ته په توپوهنه کې ابراهیم ځدران او عمران نیمه سلیزې ووهلې او شفیق الله غفاري بیا په توپ اچونه کې ښه وځلېد.

غفاري د جنوبي افریقا ۶ مهم لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ روان لوبلړ ته د بشپړه چمتووالي خبر هم ورکړی دی. دا لومړی ځل نه دی چې تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله په دې جام کې لوبیږي، بلکې دا یې شپږم ځل  دی چې په نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي. کرکټ بورډ زیاتوي: د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډله د راتلونکي چهارشنبې او جمعې په ورځو د متحده عربي اماراتو او کاناډا له لوبډلو سره لوبه کوي. د جنوبي افریقا په کوربه توب د ۱۹ کلنو کم عمر کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۱۶ هېوادونو په ګډون ترسره کیږي.