د کرکټ نامتو مبصرینو له شفیق الله غفاري او ابراهیم ځدراڼ ننګه وکړه

ولید ( خپلواک)

د کرکټ په نړۍ کې مشهوره تبصره کوونکی ایان بیشوپ وایي شفیق الله غفاري او ابراهيم ځدران ښه راتلونکی لري. د کرکټ په نړۍ کې تر ډېره په لوبه ښه تبصره کوونکي ایان پیشوپ دافغان لوبغاړو په اړه په خپل وروستي ټویټ کې وویل:

((  د افغانستان د ۱۹ کلنې لوبډلې دوه مخکښه لوبغاړي ابراهيم ځدران او شفیق الله غفاري د کرکټ په نړۍ کې ښه راتلونکی لري.))

 ایان زیاتوي: ((افغان لوبډله په ۲۰۲۰ م کال کې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ښایي ځان تر پاې لوبې ورسوي ځکه پیل یې نورو لوبډلو ته ډېر زیات ګواښونکی و.))

 افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې سویلي افریقا لوبډلې ته په یو ستر مارجن ماته ورکړه .

بیشوپ د تبصرې پر مهال ویلي و:

((  افغانستان لپاره پیل د باولینګ په برخه کې فضل حق ډېر په ښه شکل سره وکړ او د نړیوال جام لومړنۍ دوه ویکټې یې پر خپل نوم ثبت کړې.))

 له هغه وروسته ورسره افغان سوکه تو پ اچونکوو ښه ملګرتیا وکړه . هغه د ابراهيم ځدران او د شفیق الله غفاري په کرکټ تفصیلي ونه غږید او پوره اوږد بحث یې پرې وکړ.

 شفیق او ابراهیم د افغانستان راتلونکي کې د تخنیک او تکتیک څخه ډک لوبغاړي دي او وبه شي کولای چې افغان ۱۹ کلنه لوبډله تر پای لوبې ورسوي.

 هغه په نړیوال جام کې ځیني نورو بهرنيو لوبغاړو ته هم اشاره وکړه چې په نړۍ کې به په وروستېو کلونو کې ډېر ښه او بهترینه کرکټ نندارې ته وړاندې کړي.