د هند پخوانی توپ ویشتونکی رامشچندر ګنګارم باپو ندکارني ومړ

ولید خپلواک

 د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پخواني او د خپل وخت ترټولو اقتصادي توپ اچونکی (رامشچندر ګنګارم ‘باپو’ ندکارني) د ۸۶ کالو په عمر ومړ. رامشچندر د هندوستان په ممبیي ښار کې د خپلې لور په کور کې له دي نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

 دغه پخواني لوبغاړي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډېرې سیالۍ ترسره کړې او دخپل وخت افسانوي توپ ویشتونکی و.   رامشچندر په ۱۹۳۳ م کال کې دهندوستان په ممبیي ښار کې زیږدلی و.

 نوموړی سوکه چپ لاسې توپ اچونکی او کيڼ لاسی توپوهونکی و، نوموړي د خپل کرکټ په تاریخ کې ډيرې کارنامې کړې وې هغه په یوه سیالۍ کې په لاس ویکټ ۱۰۶ منډې د ځان لپاره ترلاسه کړې وې او ناټ اوټ له میدان څخه وتلی و. د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته یې ۴۱ ټیسټ لوبې ترسره کړې .

 رامشچندر د خپل کرکټ په کیریر کې د هندوستان او ځان لپاره ټولې ۵۰۰ ویکټې ۸۸۹۸ رنځونه کړې دي. تر ټوله غوره توپ اچونه یې په یوه سیالۍ کې ۶ ویکټې اخیستل او غوره توپ وهنه یې ۱۹۱ منډې ترلاسه کول وو.

 هغه د خپل کرکټ په تاریخ کې ۱۴ سلیزې او ۴۶ نېمه سلیزې ترلاسه کړی وې. د هندوستان دغې پخواني لوبغاړي ته د هندوستان کرکټ لوبغاړو او د فلمي نړۍ ستورو هم د تسلیت غوښتنه کړې چې له ډلې یې پخواني هندي کرکټر سچن ټنډولکر او د بالیووډ ستورې امیتاب بچن د زړه له کومې تسلیت وړاندې کړ.