سپین غر زون لیګ ورو توپ ویشتونکی فطرت خاورې خپل کړ

محمد ابراهیم مومند
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، لیګ ورو توپ ویشتونکی فطرت الله خاورې په خپل سپین غر زون کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړی دی.
فطرت الله خاورې تیر احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو کې د اتلې بند امیر لپاره دویم مخکښ توپ ویشتونکی وو، خو سږ کال د بوست په احتیاطي لوبډله کې وو.
د نوموړي په اړه د غږ تر اوچتېدو وروسته فطرت الله خاورې د خپل زون سپین غر په لوبډله کې اخیستل شوی دی.
ټاکل شوی ده چې افغان کرکټ بورډ په راتلونکو ورځو کې له ۲۵ کسیزو لوبډلو څخه چې اوسمهال په خپلو زونونو کې په تمریناتو بوختې دي، وروستۍ لوبډلې اعلان کړي.
د سږ کال درېم پړاو ستری کورنۍ احمد شاه ابدالي ۴ ورځنۍ فرسټ کلاس سیالۍ به د راتلونکي اپریل په ۴مه نیټه پېل شي. خو کرکټ بورډ په دی اړه رسمي څه نه دي ویلي.