د سپینغر او بند امیر ترمنځ د حمدشاه ابدالي کپ پایلوبه

د الکوزي احمدشاه ابدالي، فرسټ کلاس (څلور ورځنیو) سیالیو پایلوبه سبا د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې، د بندامیر او سپینغر لوبډلو ترمنځ پیلیږي.

دغه سیالۍ چې د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه؛ د مس عینک، بوست، بندامیر، سپینغر او آمو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې؛ بند امیر او سپین غر پایلوبې ته و وتلې او سبا، د سې شنبې په ورځ د روانې ډېسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیلېږي او ښايي دغه لوبه د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي.

د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د بشړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د افغانستان کرکټ د پرمختګ په لوري روان دی. د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په کور د ننه د پنځو زونونو د لوبډلو تر منځ (فرسټ کلاس) لیست کې کرکټ سیالۍ تر سره شوې، چې د مس عینک، بوست، بند امیر، سپین او آمو لوبډلې پکې شاملې وې. دغه سیالۍ د روان ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۹ مه ڼېټه په کابل کې پیل شوې، د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د سیالیو تر پای ته رسېدو وروسته په خوست او ننګرهار کې دغه سیالۍ شاخوا د دوو میاشتو لپاره وغځېدې.

د افغانستان د کورني او نړیوال کرکټ لپاره دغه فرسټ کلاس سیالۍ ډېرې مهمې دي، ځکه لوبغاړي له همدې سیالیو خپل ځان د تخنیکي اړخه جوړوي او د دوی مهارتونه د همدې سیالیو له لوري د کرکټ له نړیوالې شورا سره ثبت کېږي.

په ټسټ کرکټ کې د لوبغاړو تخنیکي اړخونه پياوړې کېږي، توپ وهونکي او توپ اچوونکي دواړه دا فرصت لري، چې تخنیکي لوبه او په ښه فکر سره لوبه وکړي.

د الکوزي احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ په کور د ننه د ټسټ کرکټ لپاره ښه زمینه وه او په دغو دوو میاشتو کې لوبغاړو ډېر تخنیکي مهارتونه تر لاسه کړل.

 په ټسټ لوبو کې تر ټولو مهمه دا ده، چې لوبې د ډېر وخت لپاره وشي او لوبغاړي ژر و نه سوځېږي، نو د افغانستان کرکټ بورډ هغه موخه چې له دغو لوبو یې درلوده تر لاسه شوه، د دغو څلور ورځنیو ټسټ لوبو لړۍ، د ټولو لوبډلو تر منځ ډېرۍ وختونو کې څلورو ورځو ته وغځېدله، چې دا د لوبډلو تر منځ د ښو لوبو د ترسره کولو ښکارندويي کوي. په دغو لوبو کې د بهیر محبوب په شان لوبغاړي وځلېدل، چې درې سلیزې یې و وهلې او بهیر په دغو سیالیو کې د ښو لوبو له امله په نیوزلنډ کې د ۱۹ کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې د افغانستان په لوبډله کې لوبېږي. د رسنیو له درنو استازو هیله کېږي، چې د دغې پایلوبې د خبرې پوښښ لپاره، د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي ته تشریف راوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *