سپینغر د احمد شاه ابدالي د کرکټ جام اتلولي وګټله

د الکوزي (احمدشاه ابدلي) څلور ورځینیو سیالیو پایلوبه کوربه لوبډلې سپینغر وګټله.

 د لوبې پچه مس عینک لوبډلې کیپتان احسان جنت وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. سپینغر په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۳ منډې جوړې کړې. د دغه ټیم لپاره تر ټولو زیاتې منډې نقیب ننګرهاري وکړې. ده ۷۷ منډې وکړې. ورپسې وحیدالله شفق ۵۰ او فرید مالک ۳۲ منډې جوړې کړې.

 د مس عینک په باولرانو کې فضل نیازي ۶، ضیالرحمان ۲، حنیف ځدراڼ او شاهدالله د سپینغر یو ـ یو لوبغاړي وسوځول.

 مس عینک په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ټولټال ۲۷۲ منډې وکړې. د دغه ټیم لپاره زیاتې منډې ضیاالحق وکړې. ده ۷۶ منډې جوړې کړې. وپسې احسان جنت ۵۳ او  منډې فضل نیازي ۳۸ جوړې کړې.

 د سپینغر له لورې ظاهر شیرزاد ۵، فرید مالک ۳، باطن شاه او ضمیر خان د مس عینک یو ـ یو لوبغاړی وسوځول.

سپینغر په خپله دوهمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۳۰۹ منډې جوړې کړې چې زیاتې ۸۷ ناسوځیدلي ضمیر خان، ۶۱ شوکت زمان، ۳۵ عثمان غني او ۳۱ منډې ناصر خان جوړې کړې، د مس عینک له لورې فضل نیازي ۴، شاهد الله ۳، حنیف ځدارڼ او نواز خان د سپینغر یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

مس عینک لوبډله په خپله دوهمه پاڼۍ کې ټاکلي هدف ته ونه رسیدله، د ټولو لس لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۲۰۹منډې جوړې کړې چې زیاتې ۴۴ نا سوځیدلي مندې فضل نیازي جوړې کړې، د سپین غر له لورې فرید مالک تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه د مس عینک یې ۶ لوبغاړي وسوځول. فرید چې په دواړو پاڼیو کې یې د مس عینک ۱۰ لوبغاړي سوځولي او ۳۳ منډې یې جوړې کړې وې د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، چی د غوره لوبغاړي جام ترڅنګ ورته د کرکټ بورډ له لوري پنڅلس زره افغانۍ هم ورکړل شوې. د پروګرام په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست ریس حاجی عزیزالله فضلي په پیل کې د سپین غر لوبډلې ته د اتلولۍ او مس عینک ته د دویم مقام مبارکي وویله، او د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دراني او غړو استاد اسرارالله مراد، لالا خان، اصحاب ولی مسلم او د ښار امنیت مدیر حکیم خان څخه یی مننه وکړه چی د لوبغاړو تشویق په موخه یی لوبغالي ته تشریف راوړی. نوموړي د کورني کرکټ مسؤل نظیم جار څخه له دې امله مننه وکړه چی د شپږو لوبډلو ترمنځ یی د الکوزي احمد شاه ابدالي څلور ورځینۍ لوبې په خورا منظم شکل مخې ته یوړې. ښاغلي حاجی عزیز الله فضلي زیاته کړه په دا ډول لوبو کې د لوبغاړو وړتیاوې پورته کیږي او موږ هم له دې سیالیو څخه یو شمیر لوبغاړي په نښه کړل، چی په راتلونکې کې به د نورو لوبغاړ ترڅنګ پرې ډیر کار وکړو ترڅو نویو پړاونو ته لار ومومي. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي هم په پیل کې دواړو لوبډلو ته د بریا مبارکۍ ترڅنګ له راغلو درنو میلمنو څخه هم مننه وکړه چی د لوبغاړو تشویق په موخه لوبغالي ته ورغلي ول. ښاغلي ستانکزي وویل چی د یو هیواد د کرکټ په پرمختک کې کورنی کرکټ خورا مهم ارزښت لري او د افغانستان کرکټ بورډ لکه څنګه چی نورو برخو ته پاملرنه لري دغې برخې ته یی هم خورا ډیره پاملرنه کړې، چی نتیجه یی هم الحمدالله ډیره ښه ده. شفیق الله ستانکزي زیاته کړه د کورني کرکټ په برخه کې د ۲۰۱۷ کال لپاره خورا منظم پلان ترتیب کړی، چی په عملي کیدو سره به د نورو ډیرو پرمختګونو شاهدان اوسو او جوړ شوي پلانونه به ډیر ژر د رسنیو له لارې هیوادوالو سره شریک کړو.

د پروګرام په پای کې د کرکټ بورډ له لوري د کرکټ بورډ چارواکو او میلمنو په لاسونو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه او نغدي جایزې ورکړل شوې. ګټونکې سپین غر لوبډلې ته د اتلولۍ جام ترڅنګ درې لکه افغانۍ، دویم مقام مس عینک ته هم د جام ترڅنګ یو نیم لک افغانۍ، د ټورنمنټ غوره لوبغاړي ضمیرخان چی ۵۹۲منډې یی کړې وې او ۴۸ ویکټې یی اخیستې وې شل زره افغانۍ، غوره توپ اچونکي فضل نیازي چی ۵۳ ویکټې اخیستې وې پنڅلس زره افغانۍ، غوره توپوهونکي ناصر جمال چی ۱۱۵۸ منډې کړې وې پنڅلس زره افغانۍ او دټورنمڼټ ځوان لوبغاړي ابراهیم عبدالرحیمزي ته هم پنڅلس زره افغانۍ ورکړل شوې. هیره د نوي چی دا دریم ځل دی چی د څلور ورځینۍ لوبې د هیواد په کچه ترسره شوې، چی له دې وړاندې یی مس عینک زون کرکټ لوبډلې دوه ځلې اتلولي خپله کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *