نیوزیلنډ له پاکستانه ټیست لوبې وګټلې

تاند- د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په هیملټن کې دوهمه ټیست لوبه پر نیوزیلنډ وبایلله.

په دې توګه د پاکستان او نیوزیلنډ د لوبو دا لړۍ دوه پر صفر د نیوزیلنډ په ګټه پای ته ورسېده.

نیوزیلنډ لومړۍ ټیسټ لوبه په ۸ ویکټونو وګټله.

په دوهمه سیالۍ کې نیوزیلنډ خپل سیال پاکستان ته ۳۶۹ منډې هدف ټاکلی و خو پاکستان په ټوله ورځ کې یوازې ۲۳۰ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

سره له دې چې د پاکستان اوپنرانو سمیع اسلم او اظهر علي ښه لوبه وکړه او په دواړو یې ۱۳۱ منډې جوړې کړې خو نور لوبغاړي یو په پل پسې وسوځېدل.

تر دې پخوا هم نیوزیلنډ پاکستان ته په دوو ټیست میچونو کې ماتې ورکړې ده. وروستی ځل یې تېر کال په شارجه کې، چې د لوبې کوربه پاکستان و، ماتې ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *