سپورت د ناروغیو لپاره د درملو اغېز لري

په امريکا او برتانيا کې پر ناروغانو د شوې يوې څېړنې پايلې ښيي چې ورزش د زړه او ګوزن ناروغانو لپاره د درملو هومره اغېزمن دی.

روغتيايي ساينسپوهانو د دغه تحقیق پر مهال له ۳۰۰زرو په زياتو ناروغانو د ورزش او درملو د اغېزو ازموينه کړې.

د دغو ازموينو په پايله کې دا جوته شوې، هغومره چې درمل د زړه د ناروغۍ لپاره اغېزمن دي هغومره د زړه او فلج ناروغيو لپاره ورزش اغېزمن دی.

تحقيق کوونکي وايي د دغو پايلو پر بنسټ اوس بايد ورزش کول هم د ناروغانو په نسخه کې اضافه شي.

خو روغتيايي متخصيصين وايي، د زړه او فلج ناروغانو لپاره په کار دي چې هم درمل او هم ورزش وکړي.

په اوس وخت کې ډېر لږ خلک ورزش کوي او پرتله يې د هغو کسانو شمېر په چټکۍ مخ په زياتېدو دی چې درمل shore footballکاروي.

پلټونکي ټينګار کوي چې درمل او ورزش د زړه او فلج ناروغانو لپاره يو شان ګټه رسوي، خو ځينې نور وايي دا لا نه دي ثبوت شوې.

د برټش هېرټ فاونډېش يا د برتانيا د د زړه ناروغيو بنسټ يو ډاکټر ايمي تهامسن وايي چې د زړه ناروغانو لپاره درمل حتمي دي.

دی وايي که څه هم ورزش پر روغتيا ښه اغېز لري، خو تر اوسه دا په بشپړ ډول نه کره شوې چې ورزش دې د درملو برابر او يا غوره وي.

“د زړه په ناروغيو کې درمل خورا زيات رول لري او د زړه ناروغانو ته په کار ده چې ورکړای شوي درمل وخوري. که تاسو د زړه په رنځ اخته يی او يا يې هم د اخته کېدو ويره وي، نو له خپل ډاکټره وپوښتﺉ چې په درملنه کې ورزش رول لري، که نه”.

خو د روغتيا د يوه بل بنسټ ډاکټر پيټر کولمين وايي، له درملو سره سره ورزش مهم رول لري او په دې اړه نورې پلټنې هم اړينې دې.

دی وايي “په پرله پسې ډول ورزش کول، د متوازنې غذا خوړل او د سګرېټو پرېښودل د زړه او فلج ناروغيو خطر کموي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *