د برازیل د چاپکوییس د فوټبال لوبغاړي د هوايي پېښې ښکار شول

تاند- په جنوبي امریکا کې یوه الوتکه، چې د برازیل د یوه فوټبال کلب لوبغاړي هم پکې سپارل ول، په کولمبیا کې ولوېده.

دا الوتکه له بولوویا څخه کولمبیا ته روانه وه چې مډلین ښار ته نژدې ولوېده.

په الوتکه کې د برازیل د چاپکوییس فوټبال کلب لوبغاړي هم سپاره ول.

چاپکوییس د برازیل په غوره لیګ یا لومړی درجه لوبډلو کې شمار دی.

ټاکل شوې وه چې دا برازیلي لوبډله د جنوبي امریکا د فوټبال لیګ د سیالیو په دوام کې له اتلتیکو نشنل ټیم سره په مډلین ښار کې مسابقه وکړي.

د جنوبي امریکا د فوټبال کنفدرېشن تر بلې خبرتیا پوري ټولې مسابقې ځنډولي دي.

راپورونه وايي چې په دغه الوتکه کې ۹ تنه عمله او ۷۲ نوره سپرلي مړه شوې ده.

پولیس وايي چې په دې پېښه کې ۵ تنه ژوندي پاتې شوي دي.

د الوتکې د غورځېدو علت د هغې په برېښنايی سیستم کې تخنیکی ستونزه بلل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *