ترکمنستان افغان لوبغاړو ته د تمرین زمینه برابروي

تاند- د ترکمنستان ولسمشر په سپورتي میدانونو کې د افغانان ځوانانو بریالیتوبونه وستایل او ویې ویل چې تیار دی په خپله خاوره کې افغان ځوانانو ته د سپورتي تمرینونو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمدواف تېره شپه په عشق اباد کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د نورو سیاسي – اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ پر سپورتي همکاریو هم خبرې وکړې.

ترکمن ولسمشر، په سپورتي میدانونو کې د افغان ځوانانو د بریالیتوبونو او پرمختګونو یادونه وکړه، ویې ویل«موږ چمتو یوو چې په خپله خاوره کې افغان سپورتي لوبغاړو ته د تمرینونو لپاره امکانات برابر کړو.»

د افغانستان ولسمشر د ترکمنستان د تود هرکلي او ښو پیرزوینو مننه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *