د اروپايي لیګ د سږني فصل د وروستۍ مسابقې لپاره د لېورپول وروستی تمرین

تاند- د دغه انګلیسي کلب د نن شپې د مسابقې سیال د هسپانیا سیویا دی، هغه چې ټیم په تېر فصل کې یې اتلولي وګټله او اوس غواړي چې د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.

د لېورپول تجربه کار روزونکی یا کوچ جورګن کلپ، چې تېر کال له دغه ټیم سره یوځای شو، پایلوبې ته د لېورپول پر رسولو خوښ دی او د نن شپې مسابقې ته سترګې په لار دی.

«لوبغاړو ته ډېر خوشال یم. په رښتیا په دې خوښ یم چې له دغه ټیم سره د دې شېبې شاهد یم. کله چې تازه دلته راغلم د لوبغاړو په اړه شکونه موجود ول خو اوس په رښتا خوشاله یم چې دوی خپله پیاوړتیا وښوده.»

لېورپول تراوسه پوري درې ځلي د اروپايي لیګ اتلولي ګټلې ده خو هسپانیايي سیال یې یعني سیویا څلور واري اتل شوی دی.

نن سیویا هم د سویس په باسیل ښار کې، چې د نن شپې د سیالۍ کوربه دی، لنډ تمرین وکړ.

په اروپا کې په لکونو خلک د نن شپې هیجاني مسابقې ته انتظار باسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *