اروپايي اتلولۍ د فرانسې او رومانیا په مسابقې پیلېږي

تاند- د اروپا د فوټبال اتلولۍ (یورو۲۰۱۶) نن په پاریس کې د فرانسې او رومانیا د لوبډلو په سیالۍ پیلېږي.

د پاریس تر څنګ د فرانسې په ۹ نورو ښارونو کې هم د فوټبال د اروپايي جام سیالۍ کېږي.

په فرانسه کې، چې د تېر کال په نوومیر کې د داعش سختدریځو ۱۳۰ تنه په تروریستي بریدونو کې ووژل، کلک امنیتي تدابیر غوره شوي دي.

د دغو مسابقو په لړ کې، چې یوه میاشت دوام کوي، نژدې ۹۰ زره امنیتي ځواکونه په پاریس او نورو ښارونو کې د خلکو د امنیت لپاره ځای پر ځای شوي دي.

francefootدا لومړی ځل دی چې په اروپايي اتلولیو کې د ۲۴ اروپايي هیوادونو ټیمونه برخه لري. د فرانسې، جرمني، هسپانیا او بریتانیا لوبډلو ته د مخکښو ټیمونو په سترګه کتل کېږي او ډېر ګومان کوي چې د دغو سیالیو اتلولي به له دغو ټیمونو څخه یو وګټي.

تر دې پخوا په ۱۹۸۴ م کال هم فرانسه د اروپايي اتلولیو کوربنه وه.

تمه ده چې یو نیم ملیون تنه د دغو سیالیو د کتلو لپاره پاریس ته لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *