د یورو۲۰۱۶ سیالیو په درشل کې د پاریس توده فضا

تاند- د فرانسې له شور و زوږه ډکه پلازمېنه پاریس ته د مینې ښار هم وايي.

دا ځل له فوټبال سره مینې د لکونو خلکو مخه دې ښار ته اړولې ده.

سر له اوسه د ښار په ګوټ – ګوټ کې تفریحي پروګرامونه پیل شوي دي.

د لمرینې هوا له کبله، چې په اروپا کې خلک ورته ډېر هوسېږي، پاریس وال پارکونو او د (سن) سین غاړو ته بېولي دي.

پاریس د جمعې په ورځ د ۲۰۱۶ کال د یورو فوټبال سیالیو کوربه دی.

د پاریس تر څنګ د فرانسې په ۹ نورو ښارونو کې هم د فوټبال د اروپايي جام سیالۍ کېږي.

تمه ده چې یو نیم ملیون تنه د دغو سیالیو د کتلو لپاره پاریس ته لاړ شي.

په فرانسه کې، چې د تېر کال په نوومیر کې د داعش سختدریځو ۱۳۰ تنه په تروریستي بریدونو کې ووژل، کلک امنیتي تدابیر غوره شوي دي.

تر ۹ زره زیات پولیس د خلکو د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *