فرانسه د یورو۲۰۱۶ په اتلولیو کې له یوه مهم لوبغاړي بې برخې دی

تاند- د فرانسې ټیم دا ځل د فوټبال په اروپايي اتلولیو کې له خپل یوه تکړه ستوري بې برخې دی.

کریم بنزیما، چې د هسپانیا په ریل مادرید کلب کې هم فارورد دی، د خپل ټیم له یوه بل لوبغاړي ماتیو والبووینا څخه د باج غوښتلو په تور د فرانسې له ملي لوبډلې ایستل شوی دی.

خو له دې سره سره فرانسه انتوني ګریزمن لري چې د بینزیما ځای ډکولی شي.

ګریزمن د هسپانیا په اتلتیکو مادرید کې لوبېږي.

د دغه ۲۵ کلن لوبغاړي په مرسته اتلتیکو مادرید د اروپايي لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته ورسېد او نژدې و چې د هسپانیا د غوره لیګ اتلولي وګټي.

د فرانسې په نورو تکړه لوبغاړو کې چې د ډېرو سترګې وراوړي پول پوګبا او اولیور جیرود دي.

پوګبا د ایټالیا په یونتوس کې او جیرود د انګلیستان په ارسنل ټیمونو کې لوبېږي.

فرانسه به د جمعې په ورځ د ۲۰۱۶ یورو په لومړنۍ مسابقه کې له رومانیا سره مخامخ شي.

فرانسه، چې د دې سیالیو کوربنه ده، د اتلولۍ په فکر کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *