نیمار غواړي په پاریس سېنټ جرمن کې پاتې شي

محمود خان منندوی

د فرانسې اکیپ ورځپاڼي ادعا کړې ده، چې د پاریس سېنټ جرمن برازیلي ستوري خپل د پخوانۍ موضوع څخه شاته شوی دی او د دې کلب مسؤلینو ته یي ویلي دي، چې غواړي په پاریس سېنټ جرمن کې پاتې شي.

نیمار په 2017م کال کي د 222 میلیونه یورو په بدل کې د بارسلونا څخه د پاریس سېنټ جرمن سره یو ځای شو. خو په دې کلب کې تر دوو نا امیده کوونکو فصلونو وروسته یي پلان درلود، چې بیرته بارسلونا ته ولاړ شي او دا موضوع یي د پاریس سېنټ جرمن د روزونکي ټوخل او مدیرانو سره شریکه کړې هم وه.

په همدې خاطر دې دوو کلبونو په اخیرو څو اوونیو کې څو پرلپسې ناستې وکړې او حتی پرون ویل کېده، چې د نقل او انتقالاتو د وخت تر خلاصېدو مخکې ځینې پرمختګونه شوي دي.

خو اکیپ ورځپاني اعلان کړه، چې دغه برازیلي لوبغاړي د دې کلب مسؤلینو ته ویلي دي، چې نور د دې کلب څخه د جلا کېدو نیت نه لري او د هغوی څخه یي غوښتنه کړې ده چې د بارسلونا سره خپل خبري ودروي. دا خبر په داسي حال کې خپور شوی دی، چې د بارسلونا مدیرانو و نیمار ته ویلي دي، چې دوی د پاریس سېنټ جرمن وړاندیز منلو ته اماده نه دي. پاریس سېنټ جرمن و بارسلونا ته د نیمار پر سر د وړاندیز د لوړولو غوښتنه کړې ده.

نیمار نن د پاریس څخه امریکا ته ځي او هلته د برازیل د ملي لوبډلې سره تمرینات پیلوي او تر تګ مخکې یي خپل وروستی تصمیم د دې کلب مسؤلینو ته وویلی.