ویسټ انډیز له پاکستانه ټست لوبه په ۵ ویکټونو وګتله

تاند- ویسټ انډیز نن له پاکستان څخه درېمه یا وروستۍ ټیست لوبه په ۵ ویکټونو وګټله.

د پاکستان د کرکټ ټیم کیپتان مصباح الحق په دې ماتې خوابدي ښکاره کړه، ویې ویل پکار نه وه چې پاکستان په داسي ټیم بایللې وه چې د درجه بندۍ یا رینکینګ له پلوه تر پاکستان شاته دی.

دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د پاکستان په کوربه توب وشوې. پاکستان هم د افغانستان په شان په خپله خاوره کې نړیوالې سیالۍ نه شي کولی.

مصباح الحق د سیالۍ په پای کې وویل، پاکستاني لوبغاړو ویست انډیز ته زیات اهمیت ورنه کړ. له همدې کبله یې په وروستیو دوو سیالیو کې تېروتنې تکرار کړې.

ده هیله څرګنده کړه چې د شارجې په سیالیو کې شوې تېروتنې به ممکن په راتلونکو سیالیو کې، چې له استرالیا او نیوزیلنډ سره یې لري، جبران کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *