افغان ستوري د نړۍ په کچه ځلیږي

افغانان په هېڅ ډګر کې له نړیوالو کم نه دي او تل یې له نړیوالو سره پر میدان داسې کارنامې کړي چې هغوی هم ترې زده کړي چې مقاومت، استعداد، زده کړه او وړتیا څه ته وايي؟!

تازه په تازه افغان ستوري محمد نبي عیسی خېل د بنګلادېش په کورنیو او سترو سیالیو کې داسې ریکارډ جوړ کړ چې په اوله لوبه کې یې د غوره لوبغاړی مقام خپل کړ.

تر څنګ یې دوه نور ستوري شهزاد محمدي او راشد خان ارمان هم په دې لیګ کې لوبیږي او هیله شته چې دوی به هم د خپلو لوبډلو په ګټه ښه ثابت شي.

له دې خبرو مې هدف دادی چې افغانان که پر خپلو استعدادونو کار وکړي، له تخریب، خپلمنځي اختلافاتو، شخړو او منازعاتو تېر شي داسې پرمختللي ریکارډونه به جوړ کړي چې نړۍ به له دې هم زیاته حیرانه کړي.

ښه مثال یې د جمهور رئیس غني په واکمنۍ کې ځوانانو ته د کار او مسؤلیت ورکړې پر ځای پرېکړه یادولای شو.

همدا ځوان کادرونه دي چې په پوره انرژۍ له ټولو مهارتونو څخه په استفادې چې له نننۍ نړۍ سره لازم دي ګټه اخلي او بیا یې پایلې نه یوازې د یوې ادارې په ګټه بلکې د ټول افغانستان لپاره د افتخار وړ ګرځي.

افغانستان کرکټ بورډ د ځوان مشر نسیم الله دانش تر مدیریت لاندې هومره پرمختګ وکړ چې چا یې فکر هم نشو کولای. نړیوال حیران شول چې دا به د هغه افغانستان کرکټ ټیم نه وي چې له اماراتو، عمان او هانکانګ یې هم د لوبو ګټل ستونزمن وو، په داسې حال کې چې هماغه ګلبدین، هماغه نبي، هماغه راشد خان، هماغه نور ټول اتلان یې پر وړاندې مقاومت ته راوتي او میدانونه یې وګټل.

همداسې په اداري لحاظ د ښه سیستم جوړول، معیاري خدمتونو وړاندې کول، پراختیايي چارو ته ځانګړي توجه، له نړیوالو سره بهترینې اړیکې ترمیمول لوی کارونه او کامیابۍ دي چې نن ترې افغان کرکټ برخورداره دی.

دا د یوه ځوان مشر د کار بېلګه وه.

په دې برخه کې د افغانستان محبوب ولسمشر پر نویو خو ځوانو کادرونو خاصه اتکاء وکړه د قدردانۍ او ستاینې وړ ده.

ښاغلي غني هغه ځوانان رامخې ته کړل چې له ټولو وړتیاوو برخمن ؤ خو چا واک ته نه پرېښودل او ګټه یې ترې نه اخیسته.

مطمین یم، که همداسې په هره برخه کې د ځوان انرژیو له کار څخه ګټه واخیستل شي ډېرې ستونزې به حل، نړیوال به پر خپلو ژمنو قانع او مرستې به یې را زیاتې شي.

زه پر افغان ځوانانو غږ کوو چې وار ستاسو دی، نن مو فرصت چې زده کړې وکړئ، د پرمختګ پر وړاندې شته ټول خنډونه په خپل اخلاص، کوښښ او تلاش له منځه یوسئ.

اسد ویاړ – کابل، افغانستان

One thought on “افغان ستوري د نړۍ په کچه ځلیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *