د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو لوبو کې سپینغر لوبډله پایلوبې ته ووته

راپور: خپلواک دریځ 

د افغانستان احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ یا فرسټ کلاس لوبې چې د اوکتوبر پر ۲۳مه نېټه په کابل، خوست او ننګرهار کې پیل د هیواد د پنځو زونونو ترمنځ پیل شوې اوس یوازې د دوو سیالیو وروسته به یې پایلوبه ترسره شي.

په دغو سیالیو کې سپین غر لوبډلې خپلې ۸ لوبې پای ته ورسولې چې ۴ یې وګټلې، دوې یې وبایللې او دوې یې مساوي کړې اوس د دې لوبو پایلوبې ته ورسېده او د روانې میاشتې ډیسمبر پر ۱۹مه به په جلال اباد غازي امان الله خان لوبغالي کې به د هغې لوبډلې سره پایلوبه پیل کړي چې وروسته به په ډاګه شي.


په نورو لوبډلو کې بندامر ۷ لوبې کړي دوې یې ګټلې او دوې یې بایللي خو درې یې مساوي کړي او اوس د لوبو جدول کې دوهم مقام لري.


میس عینک بیا ۷ لوبو کې ۲ ګټلي، یوه یې بایللې او څلور یې مساوي کړي دریم مقام کې ده.

امو لوبډلې بیا په خپلو ۷ لوبو کې دوې ګټلي، دوې یې بایللي او پاته درې یې مساوي کړي او اوس څلورم مقام کې ده خو وروستی او پنځم مقام کې بُست لوبډله ولاړه ده دغې لوبډلې خپلو ۷ لوبو کې یوه ګټلې، ۴ یې بایللي او دوې یې مساوي کړي دي.
د چهارشنبې پر ورځ به پر ۰۹:۰۰ بجې په خوست کې میس عینک له امو سر او په جلال اباد غازي امان الله خان لوبغاړي کې به بُست له بند امر سره خپلې وروستۍ لوبې وکړي.

که میس عینک دغه لوبه وګټي او بند امر خپل هغه وبایلي او یایې مساوي کړي نو میس عینک به پایلوبې ته ووځي او که میس عینک خپله لوبه وبایلې او یا یې مساوي کړي نو بند امر به پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *