رام سلم لیګ کې څلور لوبډلې پایلوبې ته ووتې

راپور: خپلواک دریځ

د سهیلي افریقې رام سلم لیګ ۲۰ اوریزې لوبې چې د تیرې نومبر پر لسمه د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوي وې اوس یې وروستۍ دوې نیمه پایلوبې او یوه وروستۍ پایلوبه پاته ده، په دغه لیګ کې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ټایټنز د وریرز لوبډلې سره او په دوهمه نیمه پایلوبه کې کپ کوبراس لوبډله له ډولپینز لوبډلې سره لوبیږي.

رام سلم کې هرې لوبډلې لس لس سیالۍ وکړې او د مخکې تګ څخه لیونز او نایټز لوبډلې پاته شوې.

د سهیلي افریقې رام سلم لیګ لوبو کې به لومړۍ نیمه پایلوبه به د چهارشنبې پر شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ بجې وشي او دوهمه نیمه پایلوبه به د پنجشنبې پر شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ بجې ترسره شي خو د رام سلم لیګ پایلوبه به د شنبې پر شپه د افغانستان پر وخت ۸:۰۰ بجې ترسره شي.

دغه لیګ کې رضا هندریکس تر ټولو مخکښ توپ وهونکی دی هغه په ۵ لوبو کې ۳۶۱ منډې لري، ورپسې جي پي ډومیني دی چې ۳۵۶ منډې لري خو ډومیني پسې په ۳۳۲ منډو کې هاشم املا ولاړ دی.

په توپ وهونکو کې بیا د کپ کوبراس لوبډلې لوبغاړی ډاني پیټرسن په ۱۲ ویکټو لومړی، د ټایټنز لوبډلې ورو توپ اچوونکی تبریز شمسي په ۱۲ ویکټو دوهم او د نایټز لوبډلې توپ اچوونکی ون سکوک ویک په ۱۱ ویکټو دریم مخکښ توپ وهونکی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *