بند امیر ښاماران پایلوبې ته ووتل

تاند- د شپږیزې لیګ سیالیو په نیمه پایلوبه کې بند امیر ښامارانو لوبډله د کابل بازانو لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووته.

بیټنګ لومړی بندامیر ښارمانو وکړ. دوی په شلو اوورونو کې، په داسې حال کې چې ۴ لوبغاړی یې سوځېدلې ول، ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

کابل بازانو د دغه لوړد هدف لپاره خورا ښه بیټنګ پیل کړ خو د کیپتان اصغر ستانکزي له سوځېدو وروسته د کابل بازانو د منډو سرعت ودرېد.

د دوی لپاره کریم صادق په ۱۸ توپونو ۳۵، زیشان مقصود په ۵۱ توپونو ۷۱ او اصغر ستانتکزي په ۳۲ توپونو ۳۰ منډې وکړې.

د نامتو لوبغاړي راشد ارمان تر کیپتانۍ لاندې بند امیر لوبډلې لپاره حضرت الله په ۵۵ توپونو ۴۳، شاهدالله په ۳۲ توپونو ۴۲ (ناسوځېدلی) او نجیب الله ځدراڼ په ۱۶ (ناسوځېدلی) توپونو ۳۹ منډې وکړې. د نجیب الله ځدراڼ په ۳۹ منډو کې درې شپږیزې او درې څلورېزې وې.

2نجیب الله ځدراڼ د دې نیمه پایلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

سبا به په پایلوبه کې د بندامیر ښاماران او مس عینک اتلان په نیمه پایلوبه کې مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *