بند امیر د شپږیزې اتلولي وګټله

د افغانستان د کرکټ په شپږیزه لیګ کې بند امیر ښارماران لوبډلې اتلولي وګټله.

بند امیر ښاماران په پایلوبه کې له مس عینک اتلانو سره مخامخ شول.

په پایلوبه کې بند امیر سیالې لوبډلې ته ۱۵۹ منډې هدف وتاکه.

مس عینک اتلان تر ډېره وخته برلاسي ښکارېدل خو مسابقه هره شېبه بدلېده او چا اټکل نه شوای کولی چې کومه لوبډله به بریالۍ شي، له همدې کبله دا پایلوبه خورا هیجاني وه.

د بند امیر کیپتان راشد خان په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

In this Monday, May 14, 2012 photo, Crown Prince Salman bin Abdul-Aziz Al Saud, left, speaks with his son Prince Mohammed as they wait for Gulf Arab leaders ahead of the opening of Gulf Cooperation Council, also known as GCC summit, in Riyadh, Saudi Arabia. Its new king, Salman, on Friday, Jan. 23, 2015, appointed his son, Prince Mohammed, as Defense Minister. The prince, in his 30s, was head of his father’s royal court when Salman was crown prince and is among his most-favored sons. (AP Photo/Hassan Ammar)

د مس عینک لپاره تر ټولو ډېرې منډې سکندرضا وکړې. ده په ۲۹ توپونو ۴۰ منډې وکړې. په باولینګ کې محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول. ظاهر خان درې لوبغاړي وسوځول.

د دواړو لوبډلو ۷ – ۷ لوبغاړي وسوځېدل.

د بند امیر لپاره ښه بیټنګ جاوید احمدي وکړ. ده په ۳۹ توپونو ۵۵ منډې وکړې.

د سږ کال په شپږیزه کې بهرنیو لوبغاړو په پراخه پیمانه ګډون وکړ، مسابقې په لوړ کیفیت د تلویزیون له لارې خپرې شوې، ډېر شمېر نندارچیانو تر پایه مسابقې په لوبغالي او د رسنیو له لارې ولیدې، له یوې انتحاري حملې سره سره خلک او لوبغاړي د مسابقو له دوامه را ونه ګرځېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *