شپږیزه: بند امیر نیمه پایلوبې ته ووته
تاند- د شپږیزې د یکشنبې د ورځې په سیالیو کې، چې تر نورو مهمې وې، لومړی سپینغرزمریان او مس عینک اتلان مخامخ شول.
سپینغر زمریانو په ۲۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳۱ منډې هدف وټاکه خو د مس عینک اتلانو لوبډله، چې له لوګر څخه یې په سلګونو پلویان لوبغالي ته راغلي ول او خپله لوبډله یې تشویقوله، په اوولسم اوور او ۴ توپ وتوانېده چې هدف پوره کړي.
دا مسابقه مس عینک اتلانو په ۷ ویکټونو او ۱۴ توپونو وګټله.
د مس عینک لپاره سکندر رضا په ۱۸ توپونو ۳۳ او احسان الله په ۲۷ توپونو ۳۳ منډې وکړې.
محمد نبي د سپینغر زمریانو ۳ او دولت ځدراڼ ۲ لوبغاړي وسوځول.
د سپنغر لپاره سجاد علي په ۳۰ توپونو ۳۷ او نورعلي ځدراڼ په ۲۶ توپونو ۳۱ منډې وکړې. سجاد علي دوه لوبغاړي هم وسوځول.
بند امیر نیمه پایلوبې ته ووته
په دوهمه سیالي کې بند امیر امو نهنګانو ته په ۹ ویکټونو او ۵۲ توپونو ماتې ورکړه.
امو نهنګانو په اتلسم اوور کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۰۲ منډې جوړې کړای شوې.
دا نسبتاً اسان هدف بندامیر په ۱۱ اوور او ۲ توپ په داسې حال کې پوره کړ چې یوازې یو لوبغاړی یې سوځېدلی و.
د بند امیر جاوید احمدي په ۲۳ توپونو ۲۷ او حضرت الله په ۲۹ توپونو ۵۲ منډې وکړې.
راشد خان ارمان په ۴ اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۱۰ منډې ورکړې.
د بند امیر بل باولر مسلم موسي ۱۹ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.
د امو نهنګانو لپاره پروېز ملکزي په ۲۳ توپونو ۳۴ او نجیب تره کي په ۱۵ توپونو ۲۰ منډې وکړې. د بند امیر یوازینی لوبغاړی یوسف ځاځي وسوځاوه.
سپین غر زمریان او امو نهنګان له شپږیزې ووتل. امو نهنګانو په پنځو لوبو کې یوه هم ونه ګټله او سپین غر بیا په پنځو کې دوې وګټلې.