دهندوستا بی سي سي آی مراسمو ته ورینډر سهواګ د اووم پټوډي لیکچر وړاندې کوي

ولید خپلواک

 د هندوستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې (جیسپریت بومره) ته به د (پولی عمریګر) جایزه ورکړې. د ده ترڅنګ به د هندوستان ښځېنه کرکټ ملي لوبډلې تکړه لیګ سپېنرې (پونم یاداپ) ته هم جایزه ورکول شي. دا چې د جایزو وېشلو په دې مراسمو کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډل پخوانی پیاوړی لوبغاړی ورینډر سهواګ هم حاضریږي او هلته به د اووم پټودي لکچر وړاندې کړي.

بي سي سي آي دا هم تایید کړه چې د هند پخوانۍ کپتانانې ، کرشنماچاري سریکانت او انجم چوپړ به په ترتیب سره د کرنل سي کی نایډو لایف ټیډ اچیومینټ جایزه او د بي سي سي آي  لائف ټائم اچیومینټ جایزه د میرمنو لپاره وړاندې شي.

 د جیسپریت بومره لپاره دا خوشالوونکي خبره ده چې د ویراټ کوهلې ورسته دغه جایزه د ښه توپ اچونې له مخي ترلاسه کوي.

 دا جایزې هغه لوبغاړو ته ورکول کیږي چې د هندوستان کرکټ لپاره یې زیات ویاړونه ترلاسه کړي وي

بي سي سي آي دا هم څرګنده کړه چې ورینډر سهواګ به په مراسمو کې د اووم پټوډي لیکچر هم وړاندې کړي.

 دغه مراسم ډېر کله هندوستان کرکټ بورډ د دی په موخه نندارې ته وړاندې کوي، تر څو لوبغاړي د کرکټ تر څنګ په خپلو کې سره ښه میلې هم وکړي.