رانا نوید الحسن: ورینډر سهواګ دې د پاکستان کرکټ لوبغاړو ته درناوی وکړي

ولید (خپلواک)

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي (ورینډر سهواګ) په پاکستاني لوبغاړو ملنډې وهلي.

 سهواګ ډېر پخوا په خپلو خبرو کې ویلی و د پاکستان پخواني لوبغاړي لکه محمد یوسف ، ثقلین مشتاق، رانا نوید الحسن او ورته نور لوبغاړي دي چې یوازې د هندي رسنیو له قراردادونو د ترلاسه کولو په هیله د هند ستاینه کوي.

 سهواګ زیاتوي: ((پاکستاني لوبغاړي هر وخت په رسنیو کې د هندوستان د لوبغاړو ستاینه کوي او پر دې ډول پیسي پیدا کوي.))

 څه موده مخکې د پاکستان کرکټ تېز توپ اچوونکي شعیب اختر هم د سهواګ پر خبرو توندې نیوکي کړې وې. اوس د پاکستان یو بل پخواني لوبغاړي رانا نوید الحسن په خپل یوټوپ چېنل کې ویلي دي، زه سهواګ ته خبرداری ورکوم چې باید د پاکستان د پخوانيو لوبغاړو پسي بد ونه وایي.

 هغه خبر ورکوي چې موږ د خپلو سرسخت سیالانو ستاینه د پیسو په بدل کې په رسنیو کې نه کوو. ما چې کله د سهواګ ستاینه کړې هغه وخت په دوبۍ کې په یولیګ کې زما لوبډلمشر و په هغه وخت کې مونږ د لیګ اتلولي ترلاسه کړه او ټول کریډیټ یې سهواګ ته ورکول شو، په داسې حال کې چې لوبډله کې ټولو لوبغاړو زیاته خوراي کړی وه، هغه وایي مونږ خپلو لوړ پوړو لوبغاړو ته ډېر زیات درناوی لرو، نو هندي لوبغاړي باید دا ډول بي مفهومه خبري ونه کړي، ګني دوی به هم پر هندۍ لوبډله مسخرې او ټوکې وکړي.