د اسټرالیا کرکټ بورډ سره د ملت غم دی

 ولید (خپلواک)

د استراليا کرکټ افسانوي تقاعد شوي لوبغاړي ۳ سیالۍ د دی لپاره کوي چې د اړمنو خلکو سره کومک وکړي.د دویو دا بې ساری او غوره اقدام په کور دننه ډېر ستایل شوی دی.

 د ۲۰۱۹ کال له سپتمبر راهیسې د استرالیا نیو ساوت ویلز ایالت موسمي اور سخت زیانمن کړي دی او خلکو ته یې درانه تلفات اړولي دي. دا چې داستراليا خلک مرستو ته اړتیا لري نو پر همدې موخه د کرکټ پخواني تقاعد شوۍ لوبغاړي درې سیالۍ د خپل هيواد لپاره کوي.

 په دغه لوبغاړو کې د کرکټ افسانوي او مشهوره څیرې لیدل کيږي چې په سر کې د استراليا جادوګر سپینر (شین وارن)او د استراليا پخواني (کېپتان (ريکي پونټینګ) ګډونوال دي.

 دغه لوبغاړي چې د نړۍ د هر ډول کرکټ فارمټونو څخه یې خپل تقاعد اعلان کړی یو ځل بیا به په درې سیالیو کې ولیدل شي.  دوی سره به ځنې نور لوبغاړي ، ډم ګلی کریسټ ، بریټ لی ، جسټین لانجر ، مایکل کلارک ، شین واټسن او الیکس بلیک او ورته نور لوبغاړي شامل وي

 د استراليا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې دغه سیالۍ به د اړمنوخلکو لپاره ترسره کيږي او کومې پیسې چې راټولې شوی نو سره صلیب ته به سپارل کيږي او هغه به یې په اړمندو خلکو وویشي.

 د سیدني پوهنتون په دغه اور کې د مړو شویو کوچنیو او غټو ژویو، خزندو او مرغانو شمېر شااوخوا یو میلیارد ښودلی دی.

 د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن د کرکټ بورډ دغه ډول اقدام غوره ګڼلی دی.