اسټرالیا کرکټ بورډ: موږ الیس پیري ته اړتیا لرو، هغه پياوړې لوبغاړې ده

ولید خپلواک

 د کرکټ په نړۍ کې د ښځېنه وو لوبغاړو په منځ کې د استرالیا کرکټ ښځېنه لوبډلې مخکښه الراونډره د اوښکو په ډکو سترګو له میدان څخه بهر ووته. الیس پيري چې د استرالیا کرکټ د ښځېنه وو لوبغاړو له ډلې د نړۍ بهترینه لوبغاړې ده، د ژور ټپ له امله په روان ۲۰۲۰ م کال سیالیو کې نشي لوبېدلی.

هغه د نیوزیلنډ خلاف په لوبه کې سخته ټپې شوه، دا چې د استرالیا لپاره الیس ترټولو کلیدي لوبغاړی ده، نو له همدي امله یې سترګې له اوښکو ډکې شوې او په ناهيلۍ د لوبغالي څخه ووتله.

د استرالیا د ښځېنه لوبډلې کيپتانې میګ لینینګ په خپل وروستې کنفرانس کې وویل: ((مونږ هغه ته ضرورت لرو، هغه ډېره مهمه لوبغاړې ده، ممکن په روان نړیوال شل اوریزه جام کې ونه لوبیږي.))

استرالیا کرکټ بورډ خبردارې ورکړې چې مونږ په لوبډله کې هیڅ بدلون ته ضرورت نه لرو.