د اسټرالیا کرکټ بورډ په جون میاشت کې کوم اقدام کوي؟

 د اسټرالیا کرکټ بورډ اعلان کړی، چې له ملي لوبغاړو سره یې د یوې میاشتې لپاره نوی قرارداد یا کنټرکټ وځنډاوه او همدا زوړ قرارداد به تر جون میاشت دوام وکړي.

 د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي، چې د کرکټ لوبغاړو سره به نوی قرارداد ونه کړي او د اپرېل میاشت په وروستیو کې به مالي قراراداد لپاره پلان جوړ شي.

 د مارچ میاشت کې قرارداد د کرونا د تهدید له امله وځنډول شو او د اپرېل میاشت کې ورپسې می میاشت کې هم احتیاطي تدابیر دا دي، چې دوی به د کرونا ویروس له امله قرارداد ونه کړي.

 د هر هېواد کرکټ لوبغاړي د کال په اوږدوکې له خپل کرکټ بورډ سره تړون لاسلیکوي، چې د هغه تړون له مخې به لوبډله کې لوبېږي. دغه تړون د تنخوا، مالي امکاناتو، مالیې او لوبو برخه کې وي. نو کله چې د تړون کال پوره شي، یو ځل بیا له لوبغاړو سره تړون نوی کېږي.

 د قرارداد په نوي کولو کې د اسټرالیا او ښځینه دواړو کرکټ لوبډلو لوبغاړي شامل دي.

 د اسټرالیا کرکټ لوبډله چې د نړۍ په کچه یوه غوره لوبډله ده، پکې د پیاوړي لوبغاړي لوبېږي، چې د کرکټ نړۍ ته یې په شانداره توپ اچونه او توپ وهنه ځانګړی ویاړ وربخښلی دی.