چټک توپ ویشتونکی فرهاد مومند وپيژنئ

سید ادریس ولیزاده

فرهاد چټک توپ اچونکی دی، چې وړتیا یې روښانه ده.

فرهاد مومند په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي، چې د فسټ بالر غوره ځانګړنې رفتار، قد، سپیډ او تجربه یې لري.

دغه فسټ بالر د شپږېزې لیګ په روانو سیالیو کې د بوست لوبډلې په عمومي سکواډ کې شامل دی.

په روانو سیالیو کې هره لوبډله باید ځوانو لوبغاړو ته پام وکړي، دوی ته دې موقع ورکړل شي، تر څو تجربې ترلاسه کړي او خپل استعداد رابرسیره کړي.

بوست ساتونکي لوبډله چې لوبډلمشري یې ګلبدین نایب کوي په دواړو لومړیو لوبو کې له ماتې سره مخ شوه.

فرهاد مومند د ګریډ ون او رمضان جام سیالیو سربیره د افغانستان په داخلي کرکټ کې ښه ځلیدلی، چې ان د ملي ټیم لپاره د فسټ بالرانو د موندنې په پړاو کې هم بریالی شوی و.

ډېر نور لوبغاړي هم شته، چې تراوسه په روانو لوبو کې نه دي لوبیدلي، دوی دې باید وازمویل شي، تر څو پټ استعدادونو رابرسیره شي.