د افغانستان او عُمان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبه د عُمان په کوربتوب د مسقط ښار په سلطان قابوس فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه، چې افغان لوبډلې درې پر صفر عمان لوبډلې ته وبایلله.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لار موندلو په موخه ترسره شوه او په دې سیالیو کې دا د افغانستان درېیمه لوبه وه.
افغان لوبډلې تر دې وړاند په خپله لومړۍ لوبه کې له قطر څخه شپږ پر صفر ماتې خوړلې وه او دویمه لوبه کې یې بنګله دېش ته یو پر صفر ماته ورکړې وه.
افغانستان په خپلو وروستیو یولس لوبو کې دوه ګټلي، څلور یې مساوي شوي او پنځه یې بایللي دي.
له دې وړاندې افغان لوبډلې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې په شلمه نېټه د مالیزیا مرکز کولالمپور له عُمان سره لوبه کړې وه او هغه لوبه هم عُمان لوبډلې پنځه پر صفر له افغانستانه ګټلې وه.