د افغانستان فوټبال ملي ټیم 1  – 0 د بنګله دیش فوټبال ملي ټیم ته ماته ورکړه

احمد مسعود

د افغانستان فوټبال ملي ټیم او بنګله دېش فوټبال ملي ټیم ترمنځ دا پنځمه لوبه وه چي ترسره شوه.

د افغانستان لپاره فرشاد نور د لوبي په لومړی نيمايي کې ګول وهنه وکړه چې په دې بريا سره افغانستان په فوټبال کې د دوهم ځل لپاره بنګله دېش ته ماته ورکړه.

دافغانستان او بنګله دېش فوټبال ملي ټیم ترمنځ راتلونکې لوبه د 2020م کال د مارچ مياشتې په شپږویشتمه نیټه ترسره کيږي.

افغانستان تر دې مخکې خپله لومړنۍ لوبه د نړيوال جام او آسيا جام په غوراوي سياليو کې د قطر فوټبال ملي ټیم ته 6 – 0 بايللې وه.

د افغانستان فوټبال ملي ټیم راتلونکې لوبه يوه مياشت وروسته د اکټوبر پر لسمه د عمان فوټبال ملي ټیم سره ده چې د افغانستان او عمان فوټبال ملي ټیم ترمنځ مخکې دوې لوبي ترسره شوي دي چې دواړه لوبي د عمان فوټبال ملي ټیم ګټلي دي.

عمان د افغانستان فوټبال ملي ټیم څخه لومړی لوبه په 2017م کال کي 2 – 0 ګټلې او دوهمه لوبه يي په 2019م کال کي 5 – 0 ګټلې ده.