د فوټبال نړۍ

محمود خان منندوی

پرون کرواشیا د یورو کپ په غوراوي پړاو کې د اذربایجان سره لوبه 1-1 مساوي کړه، د کرواشیا ګول موډریچ ولګاوه. ولز بیا دوستانه لوبه د بیلارووس څخه 1-0 وګټله.

پرون هازارډ، جیمز او براهیم د ریال ماډریډ سره ګروپي تمرینات پیل کړل.

ګنابري د جرمني له پاره په لومړیو 9 لوبو کې 10 ګولونه لګولي دي.

جرمني د یورو کپ په غوراوي پړاو کې 2-0 شمالي ایرلنډ ته ماته ورکړه. هلسټنبرګ او ګنبري د جرمني ګولونه ولګول.

ډیلي مایرر ادعا کړې ده، چې د لیورپول کلب و فن ډایک ته د 6 کلن قرارداد د غځولو او په اوونۍ کې د 240 زره پونډه د ورکړي، وړاندیز کړی دی.

هندي سټار سپورټس تلويزيون تايد کړه چې د نولس کلنو اسيا جام پايلوبه خپروي.