د فوټبال ډګر

محمود خان منندوی

رسمي: باکایوکو په 2.5 میلیونه یورو سره په قرضي قرارداد د چیلسي څخه د موناکو سره یو ځای شو.

تر هغه وروسته چې پرون د برایټون پر وړاندې امریک لاپورټي زخمي شو، د فرانسې ملي لوبډلې د 2020 یورو کپ د غوراوي پړاو د لوبو لپاره په جوړ شوي لیست کي یي ساموئل اومټیټي د هغه ځایناستی کړی.

د سویا ګول ساتوونکی سرجیو ریکو د پاریس سېنټ جرمن سره یو ځای کېدو ته نږدې شوی دی. دا انتقال به قرضي او د رانیولو د بند د حق سره وي، چې په دوشنبه ممکن رسمي شي.

د شفیلډ یونایټیډ پر وړاندې تر پرونۍ لوبې وروسته د مقابلې لوبډلې د مینوالو له خوا کورټ زوما ته نژاد پرستانه شعارونه وویل شول.

لیورپول په لومړي ځل په خپل 127 کلن تاربخ کې، د انګلستان په سطحه په لومړۍ درجه لیګ کې 13 پرلپسې لوبي وګټلې.

یونیون برلین تېره شپه ډورټمنډ ته 3-1 ماته ورکړه او په دې سره یي خپل د تاریخ لومړۍ بریا په بونډسلیګا کې ثبت کړه.

ناپولي د سیر اې د نوي فصل په لومړیو دوو لوبو کې 14 ګولونه درلودل. هغوي 4-3 فیورنټینا ته ماته ورکړه او د یوونټوس څخه یي 4-3 ماته وخوړه.

رسمي: فالکاو د موناکو څخه په دوه کلن قرارداد د ګالاټاسرای سره یو ځای شو.