بنګله دېش ته په سفر کې افغان ملي لوبډلې سپانسر وموند

عزیزي بانک، د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې د يوازېنۍ ټېسټ لوبې او د بنګله دېش او زمبابوې سره د درې اړخيزه شل اوريزه سياليو لپاره د لباس عمومي مالي ملاتړ وکړ.

دغه قرارداد نن د افغانستان کرکټ بورډ کې د عزيزي بانک مرستیال اجراییوي مشر ښاغلي محمد عثمان نوروزي او د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عملیاتي رییس ښاغلي حمید رشیدي ترمنځ لاسلیک شو.

په دغه ناسته کې حميد رشيدي د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي په استازولۍ خبرې وکړې او ویې ويل: (( د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له عزيزي بانک مننه کوي چې له کرکټ بورډ سره يې په اړونده برخه کې ډېری وخت همکاري کړې ده او هیله لرو چې عزيزي بانک په راتلونکو سياليو کې هم د افغانستان کرکټ بورډ د سپانسر لپاره برخه واخلي.))

دغه راز ښاغلي رشیدي زیاته کړه، د افغانستان کرکټ بورډ اداره یو ځل بیا له ملي سوداګرو او کمپنیو هیله کوي چې د کرکټ په ډګر کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او پکې ونډه واخلي.

د عزيزي بانک مرستيال اجراییوي مشر ښاغلي محمد عثمان نوروزي وويل، دا چې کرکټ د افغانستان لپاره د وياړ لوبه ده، نو عزیزي بانک له دې وړاندې هم له کرکټ بورډ سره همکاري کړې، اوس يې هم کوي او په راتلونکې کې به هم له کرکټ او کرکټ بورډ سره همکاره پاتې شي.

د يادولو ده چې د بنګله دېش په سفر کې افغانستان له بنګله دېش هېواد سره يوازينۍ ټېسټ لوبه د سپتمبر په ۵مه نېټه پيلوي او همدا راز بيا له بنګله دېش او زمبابوې سره د درې اړخيزه شل اوریزه سيالیو لوبلړۍ ترسره کوي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې سره د سپتمبر په ۱۴مه، دويمه لوبه له بنګله دېش سره د سپتمبر په ۱۵مه، دريمه لوبه له زمبابوې سره د سپتمبر په ۲۰مه او څلورمه لوبه د بنګله دېش پر وړاندې د همدې میاشتې په ۲۱مه او د دغو سياليو پايلوبه به بيا د سپتمبر په ۲۴مه ترسره کېږي.